د امریکا د پخواني ولسمشر، جو بایډن ځوی هانټر بایډن له یوې ټلوېزیوني شبکې سره مرکه کې له افغانستانه د امریکایانو د ویستلو پروسه کې خپل پلار ملامت بللی او دا کړنه یې د امریکا ښکاره ماتې بللې ده.
هانټر بایډن ویلي، له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو بهیر کې د یاد هېواد ۱۳ سمندري سرتېري وژل شوي، چې دا د یوه ناسم مدیریت ښکارندویې کوي.
د هانټر پر وینا، افغانستان د امپراطوریو د وژلو ځای دی او یاد هېواد کې جګړې په زرګونو امریکایي ډالر لګښت او انساني زیانونه لرل.
د بایډن ځوی زیاته کړې، امریکا تېرو ۲۰ کلونو په موده کې افغانستان کې له اته ټریلیونو ډېر ډالر لګولي وو؛ که څه هم وتل اړین وو؛ خو باید د دې پروسې سم مدیریت شوی وی.




