د برازیل پخوانی ولسمشر "ژیر بولسونارو" د پوځ د کودتا د هڅې په تړاو د محکمې له خوا د ۲۷ کلونو او درې میاشتو بند پر سزا محکوم شوی دی.
د بولسونارو د بندي کېدو پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د سترې محکمې د پنځو قاضیانو څخه څلورو یې د هغه د محکومولو لپاره رایه ورکړه.
د پنجشنبې په ورځ څلور قاضیانو بولسونارو د ۲۰۲۲ کال په ټاکنو کې د برازیل د اوسني ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا د سیلوا پر وړاندې ټاکنو کې تر ناکامېدو وروسته د غیرقانوني واک ساتلو هڅه کې ګرم وبلل شو.
د برازیلۍ محکمې یوه قاضي کارمن لوسیا ویلي، څرګنده شواهد شته، چې بولسونارو د ډیموکراسۍ او ادارو د کمزوري کولو په هدف عمل کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د برازیل د سترې محکمې د پنځو قاضیانو له خوا د دې سزا تصویب دا معنا لري، چې ۷۰ کلن بولسونارو د یاد هېواد په تاریخ کې لومړی پخوانی ولسمشر دی، چې د ډیموکراسۍ پر ضد د اقدام کولو په جرم محکوم شوی دی.




