کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بریتانیا، امریکا او ناټو هوايې الوتکو د روسیې پولو ته نږدې ۱۲ ساعته ګزمې ترسره کړي

کابل (کوه نور، ۱۹ مېزان ۱۴۰۴): بریتانیا هېواد اعلان کړی، چې د دغه هېواد د هوايي ځواک دوه الوتکو د ناټو په یوه ۱۲ ساعته ګزمه کې، چې د روسیې سرحد ته نږدې ترسره شوې ګډون ترسره کړی دی. الجزیرې نن، راپور ورکړی، چې دا اقدام د روسیې له خوا د ناټو غړو هېوادونو د هوايې حریم د څو ځلو سرغړونې وروسته ترسره شوی دی. د بریتانیا د دفا…

2025-10-11 09:23 163۲ دقیقې لوستل
د بریتانیا، امریکا او ناټو هوايې الوتکو د روسیې پولو ته نږدې ۱۲ ساعته ګزمې ترسره کړي

کابل (کوه نور، ۱۹ مېزان ۱۴۰۴): بریتانیا هېواد اعلان کړی، چې د دغه هېواد د هوايي ځواک دوه الوتکو د ناټو په یوه ۱۲ ساعته ګزمه کې، چې د روسیې سرحد ته نږدې ترسره شوې ګډون ترسره کړی دی.

الجزیرې نن، راپور ورکړی، چې دا اقدام د روسیې له خوا د ناټو غړو هېوادونو د هوايې حریم د څو ځلو سرغړونې وروسته ترسره شوی دی.

د بریتانیا د دفاع وزیر، جان هیلي ویلي، چې دا ګډ ماموریت د امریکا او ناټو له متحدینو سره ترسره شوی، چې هدف یې د روسیې پر وړاندې د ناټو یووالی او چمتووالی ښودل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دې عملیاتو د پوځیانو لپاره مهم استخباراتي معلومات برابر کړي او مسکو ته یې یو څرګند پیغام لېږلی دی.

په دغه عملیاتو کې، یوه نظارتي الوتکه (RC-135 Rivet Joint) او یوه سمندري ګزمې الوتکه (P-8A Poseidon) شاملې وې، چې له شمالي قطب څخه تر بلاروس او اوکراین پورې یې الوتنې کړې دي.

دغه ماموریت د یوې امریکایي سون‌رسوونکي الوتکې له خوا ملاتړ شوی دی.

د بریتانیایې چارواکو پر وینا، دا ګزمه د روسیې له خوا د پولنډ، رومانیا او استونیا د هوايې حریم د سرغړونو په غبرګون کې ترسره شوې ده.

په وروستیو اونیو کې، پولنډ د روسي ډرونونو د فعالیتونو پر وړاندې د هوايې دفاع نوي سیستمونه د اوکراین سرحد ته نږدې ځای پر ځای کړي دي.

په غبرګون کې، د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ویلي، چې مسکو به د اروپا د نظامي‌کولو پر وړاندې غبرګون وښيې او د روسیې له خوا د ناټو پر ضد د احتمالي برید ادعاوې یې "بې‌اساسه" بللي دي.

د یادونې وړ ده، چې اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې او اروپايې ټولنې اړیکې سختې ترینګلې شوې دي او اروپايې هېوادونه هڅه کوي، چې خپله دفاعي وړتیا او نظامي همغږي پیاوړې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب