کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بریتانیا د استخباراتو کمیټې راپور: ایران د جاسوسۍ او وژنو له لارې په بریتانیا کې یو جدي ګواښ دی

راپور: عابد خوږیاڼی د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د بریتانیا د پارلمان استخباراتي او امنیتي کمیټې ویلي، چې دغه هېواد له ایران څخه د جاسوسۍ، وژونکو ډلو او د یهودانو او اسرایلو پر اهدافو د بریدونو له مخ پر زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دی. دغه راپور، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د دوو کلونو له اوږدو تحقیقاتو، د استخباراتي چارو…

2025-07-12 03:06 155۳ دقیقې لوستل
د بریتانیا د استخباراتو کمیټې راپور: ایران د جاسوسۍ او وژنو له لارې په بریتانیا کې یو جدي ګواښ دی

راپور: عابد خوږیاڼی

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د بریتانیا د پارلمان استخباراتي او امنیتي کمیټې ویلي، چې دغه هېواد له ایران څخه د جاسوسۍ، وژونکو ډلو او د یهودانو او اسرایلو پر اهدافو د بریدونو له مخ پر زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دی.

دغه راپور، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د دوو کلونو له اوږدو تحقیقاتو، د استخباراتي چارواکو له مرکو او محرمو اسنادو جوړ شوی دی. 

په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې، لږ تر لږه ۱۵ هڅې شوي چې په بریتانیا کې میشت بریتانوي وګړي یا نور افراد ووژني یا وتښتوي.

کمیټې ویلي چې ایران په بریتانیا کې د مخالفو ایراني شخصیتونو، یهودي ټولنو او اسرایلي اهدافو بریدونه د بریتانیا پر ضد برید نه ګڼي، بلکې دا کارونه د خپلو داخلي مسایلو د تنظیم یوه برخه بولي.

 کمیټې حکومت ته سپارښتنه کړې چې له خپلو نړیوالو شریکانو سره دې ایران ته دا پیغام ورکړي چې دا ډول بریدونه به د بریتانیا پر ضد د بریدونو په توګه وبلل شي او له مناسب غبرګون سره به مخ شي.

د کمیټې مشر، کیوان جونزوویل:

«د ایران رژیم سخت ضد یهودي او ضد اسرایلي دی، او دا ګواښ یوازې بریتانیا پورې محدود نه دی، بلکې په ټوله نړۍ کې لیدل کېږي.»

د راپور له مخې، MI5 ویلي چې ایران د یهودي او اسرایلي اهدافو پر ضد د احتمالي بریدونو لپاره استخباراتي فعالیتونه ترسره کوي. په ۲۰۲۰م کال کې، MI5 د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک یو شبکه شنډه کړه چې د اسرایلي اهدافو پر ضد یې استخبارات راټولول. څو تنه یې وروسته د رسمي محرماتو د قانون له مخې ونیول شول.

دغه راپور، چې نږدې ۲۵۰ مخه لري، د ایران له لوري د ګواښونو بشپړ طیف تشریح کوي له وژنو او تښتونو نیولې، تر جاسوسۍ، سایبري بریدونو او ګواښنو پورې. MI5 ویلي چې دا فعالیتونه د ایران د رژیم د ناامنۍ ښکارندويي کوي.

د MI5 مشر، کن مک‌کالم، تېر کال ویلي وو چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې، دوی له ۲۰ داسې بریدونو سره مخ شوي چې د ایران ملاتړ یې کاوه او د بریتانیا اتباعو ته یې جدي ګواښ پېښاوه، ځینې هغه بریدونه د فارسۍ ژبې تلویزیونونو پر خبریالانو پلان شوي وو.

راپور وایي که ایران یو پراخ سایبري برید ترسره کړي، د بریتانیا د پټرولیم، مالي او برېښنا سکتورونه به له جدي خطر سره مخ شي.

که څه هم راپور وایي چې ایران د روسیې او چین په څېر ستراتیژیک ګواښ نه دی، خو هغه یې "دوامدار، بې ثباته او له پامه نه غورځېدونکی" ګڼلی.

د کمیټې مرستیال، جیرمي رایت، ویلي:

«د بریتانیا ځوابونه تر ډېره اضطراري دي، خو اړتیا ده چې یو ستراتیژیک پلان جوړ شي او پانګونه پکې وشي»

راپور دا هم څرګندوي چې د بریتانیا او د امریکا د استخباراتي ادارو نږدې همکاري که څه هم مهمه سرمایه ده، خو یوه احتمالي کمزورتیا هم بلل کېږي. ویل شوي که دا همکاري پای ته ورسېږي، بریتانیا به ونه توانېږي چې د ایران له ګواښ سره مؤثر مبارزه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب