کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د برېتانيا جټ الوتکو پولينډ چې دفاعي ګزمې کړې

برېتانيا اعلان کړی چې د دغه هېواد (ټايفون) نومو جنګي جټ الوتکو د ناټو چوکاټ کې پر پولينډ دفاعي ګزمې کړي دي. د ياد هېواد دفاع وزارت ويلي، دغه ګزمې د دوه الوتکو له لوري وشوې چې نن سهار بېرته انګلستان ته ورسېدې. د برېتانيا دفاع وزير ويلي، دغه کار يې د روسيې له لوري د پولينډ پر هوايي حريم د تېری په ځواب کې کړی دی. نوموړي و…

2025-09-21 07:43 209۱ دقیقې لوستل
د برېتانيا جټ الوتکو پولينډ چې دفاعي ګزمې کړې

برېتانيا اعلان کړی چې د دغه هېواد (ټايفون) نومو جنګي جټ الوتکو د ناټو چوکاټ کې پر پولينډ دفاعي ګزمې کړي دي.

د ياد هېواد دفاع وزارت ويلي، دغه ګزمې د دوه الوتکو له لوري وشوې چې نن سهار بېرته انګلستان ته ورسېدې.

د برېتانيا دفاع وزير ويلي، دغه کار يې د روسيې له لوري د پولينډ پر هوايي حريم د تېری په ځواب کې کړی دی.

نوموړي ويلي، هېواد يې چمتو دی چې د ناټو له هوايي حريم څخه دفاع وکړي‌.

همدې حال کې بيا د ياد هېواد د هوايي ځواک مشر ويلي، ناټو يو موټی ده او چمتو ده چې له خپلو متحدينو سره يو ځای د هوايي ځواک نندارې وړاندې کړي.

همدې حال کې بيا ايستونيا ادعا کړې چې د روسيې درې جنګي الوتکو یې پر هېواد ۱۲ دقيقې ګزمه کړې.

دغه هېواد د روسيې ياده کړنه شرموونکی عمل بللی دی.

ورته مهال بيا د برېتانیا د دفاع وزير پر ايستونيا د روسي الوتکو ګزمه غندلې او دا يې د روسيې درېيمه سرغړونه بللې ده.

تراوسه روسيې په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

لیکوال/اېډېټر: Imran Danish
Imran Danish
Imran Danish

افغان خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب