سوريه کې د وروستيو جګړو په ډېرېدو سره د دغه هېواد د ولسمشر بشرالاسد کورنۍ خپل هېواد سوریه پريښی او وتلي دي.
د وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې، د نوموړي مېرمن او اولادونه روسيې ته تللي دي.
په همدې حال کې بیا مصر او اردن له اسد غوښتې چې هېواد پريږدي او په بهر کې يو جلا وطنی حکومت اعلان کړي.
سوریه کې د حکومت مخالفې ډلې تحریر الشام دغه هېواد کې د اسد د حکومت پر ضد جګړې پيل کړي او د سوريې ګڼ ښارونه یې نيولي دي.
يادې جګړې د سوريې پلازمینې دمشق ته نږدې حمص ښار ته رسېدلي او لا هم دوام لري.




