کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴): د بلوچستان ایالت په پنجګور ولسوالۍ کې د وسله والو لخوا په امنیتي پوستو برید کې اته تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د سیمه ېیزو رسنیو د راپورونو له مخې دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې وه، چې له امله یې درې پوځیان ورک شوي چې د پوځ د معلوماتو له مخې یې د موندلو لټون پیل شوی.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو هلته تر ډېره دا ډول بریدونه د بلوڅ ازادي غوښتونکو له لوري رامنځته کېږي.
بل لورته بیا د پښتونخوا په فتحپور سیمه کې هم د پاکستاني پولیسو پر پوسته بریدونه شوي دي.
د یادونې ده، چې له تېرو دوو کالو راهیسې په بلوچستان او پښتونخوا کې بریدونو تر بل هر وخت زور اخیستی دی.




