کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکه کې اور لګېدلی، چې زرګونه خلک یې بې‌کوره کړي

کابل (کوه نور، ۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د بنګلدېش پلازمېنه ډاکه کې په یوې غریب مېشتې سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰۰۰ تنه بې کوره شوي دي. د ډاکه د طبیعي پېښو د مدیریت او مرستو مرستیال وزیر، انعام‌الرحمن، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پلټنو له مخې ۱۲۰۰ کټارې زیانمنې شوې، چې له دې جملې څخه ۷۵۰…

2025-11-26 04:55 178۲ دقیقې لوستل
د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکه کې اور لګېدلی، چې زرګونه خلک یې بې‌کوره کړي

کابل (کوه نور، ۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د بنګلدېش پلازمېنه ډاکه کې په یوې غریب مېشتې سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰۰۰ تنه بې کوره شوي دي.

د ډاکه د طبیعي پېښو د مدیریت او مرستو مرستیال وزیر، انعام‌الرحمن، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پلټنو له مخې ۱۲۰۰ کټارې زیانمنې شوې، چې له دې جملې څخه ۷۵۰ بشپړې سوځېدلې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، رسمي شمېر ښيي، چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ تنه بې‌کوره شوي؛ خو ځینو رسنیو دا شمېر له ۱۰ زرو نه تر ۵۰ زرو پورې اټکل کړی دی.

همدارنګه بنګلدېشي چارواکو ویلي، چې په اور کې څلور کسان ټپیان شوي؛ خو تر دې ډېر تلفات نه دي اوښتي، ځکه ډېری خلک د لوی اختر د لمانځلو لپاره له کوره بهر وو.

په همدې حال کې د ډاکه د ښاروالۍ یو چارواکي، شفیع‌الاعظم، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی بې‌کوره شویو وګړو ته خواړه، اوبه، ګرځنده تشنابونه او د برېښنا سیستم پر برابرولو باندې بوخت دي.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس، بنګله‌دېش کې په کارخانو، بازارونو او غریب‌ مېشتو سیمو کې د اورلګېدنې پېښې ډېرې عامې دي.

د یادونې وړ ده، چې سږ کال د مارچ په میاشت کې هم په ډاکه کې په یوه ۲۲ پوړیزه ودانۍ کې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب