د بښنې نړيوال سازمان يو ځل بيا له پاکستان غوښتي چې له خپلې خاورې دې افغان کډوال نه شړي.
دغه سازمان د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ته په يوه ليک کې ليکلي، پاکستان دې د افغان کډوالو د نه شړلو او له دوی سره د بد چلند د نه کولو ډاډ ورکړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د بخښنې نړيوال سازمان له پاکستان دغه ډول غوښتنه کوي؛ بلکې تر دې وړاندې يې هم پر پاکستان ورته غږونه کړي؛ خو پاکستان بيا د دغه سازمان کومه غوښتنه نه ده منلې او په اوسط ډول له خپلې خاورې او پښتونخوا ۷۰۰ کډوال افغانستان ته راستنیږي.




