کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه: د ګونتنامو زندان دې د تل لپاره بند شي

د بښنې نړیوال سازمان د ګونتنامو زندان د جوړېدو د دوه ویشتمې کليزې په مناسبت ويلي، امريکا دې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله ياد زندان وتړي. دغه سازمان پرون چهارشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، لږ تر لږ ۳۰ تنه پرته له کوم جرم په دغه زندان کې پراته دي. د امریکا د بخښنې نړيوال سازمان د بشري حقونو د خوندیتوب کمېټې مسوول داف…

2024-01-11 02:28 87۱ دقیقې لوستل
د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه: د ګونتنامو زندان دې د تل لپاره بند شي

د بښنې نړیوال سازمان د ګونتنامو زندان د جوړېدو د دوه ویشتمې کليزې په مناسبت ويلي، امريکا دې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله ياد زندان وتړي.

دغه سازمان پرون چهارشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، لږ تر لږ ۳۰ تنه پرته له کوم جرم په دغه زندان کې پراته دي.

د امریکا د بخښنې نړيوال سازمان د بشري حقونو د خوندیتوب کمېټې مسوول دافنه اوياتار ويلي « دا د خواشينۍ وړ ده، چې امريکا د مسلمانانو لپاره چې د دوی له قانون سرغړونه کوي په دغه زندان کې ساتي حال دا چې دغه پروسه د ۲۲ کلونو په تېرېدو سره لا هم دوام کوي» 

په بيانيه کې همداراز راغلي، شاوخوا لس کاله وړاندې د دغه زندان ۱۶ زندانيان بې ګناه ثابت شول او ډېری نور لا هم غیر قانوني په دغه زندان کې ساتل کيږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب