کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې په بنو کې پر لاريونوالو د بريد پلټنه وکړي

د بښنې نړۍوال سازمان ويلي، د خيبر پښتونخوا په بنو کې پر لاريونوالو ډزې د بشر له حقونو سرغړونه ده.   سرچينې دغه راز ويلي، د سولييزو لاريونوالو خلاف بريد د ملګرو ملتونو خلاف عمل دی او د پاکستان حکومت بايد د دې کار پلټنه وکړي.   ياد سازمان دغه راز د پښتونخوا په اکثريت سیمو کې د انټرنټ بندېدل هم غندلي دي.  …

2024-07-19 20:33 61۱ دقیقې لوستل
د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې په بنو کې پر لاريونوالو د بريد پلټنه وکړي

د بښنې نړۍوال سازمان ويلي، د خيبر پښتونخوا په بنو کې پر لاريونوالو ډزې د بشر له حقونو سرغړونه ده.

 

سرچينې دغه راز ويلي، د سولييزو لاريونوالو خلاف بريد د ملګرو ملتونو خلاف عمل دی او د پاکستان حکومت بايد د دې کار پلټنه وکړي.

 

ياد سازمان دغه راز د پښتونخوا په اکثريت سیمو کې د انټرنټ بندېدل هم غندلي دي.

 

د پاکستان پوليسو تېره ورځ وروسته له هغه په بنو کې پر لاريونوالو ډزې وکړې چې دوی د پاکستان له لوري د وروستيو عملياتو (عزم استحکام) خلاف لاريون وکړ او له حکومت يې غوښتنه کړې چې په پښتونخوا کې دې دغه عمليات نه ترسره کوي.

 

د پاکستاني پوځيانو د ډزو په پايله کې له شلو ډېر لاريونوال ټپيان او دغه راز دوه نور ووژل شول.

 

ورته مهال بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون هم د پښتونخوا په اکثريت سیمو کې د لاريونونو د پراختيا اعلان کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب