کابل (کوه نور، ۲۷ مېزان ۱۴۰۴): ترکیې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د باور جوړولو، د اختلافاتو د حل او د تل پاتې سولې د ډاډ لپاره د خپلو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ترکیې دولتي اژانس اناتولي نن راپور ورکړی، چې د ترکیې د اړیکو د ادارې رئیس برهان الدین دوران د ترکیې او قطر د منځګړیتوب له لارې ترلاسه شوی اوربند د سیمې لپاره د سولې او ثبات لور ته «یو ډېر مهم ګام» بللی دی.
هغه پاکستان او افغانستان د «وروڼو ملتونو» په توګه یاد کړي او ویلي یې دي، چې انقره د دې دواړو هیوادونو تر منځ د تل پاتې سولې د تضمین لپاره خپلو هڅو ته ژمنه ده.
دوران زیاته کړې، د خبرو اترو او ګډ عقل پر اساس د لورو یو ځای کېدل او د تاوتریخوالي پر ځای همکارۍ ته ترجیح ورکول د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.
د پولو پر سر کړکېچ وروسته له هغه ډېر شو، چې پاکستان په کابل او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او افغان حکومت یې په غبرګون کې ځوابي بریدونه ترسره کړل، چې د پاکستان د پوځ د ګڼ شمېر سرتېرو د وژل کېدو لامل شول.




