د ترکيې بدروم ښار ته نږدې لويديځو سواحلو کې د کډوالو د يوې کښتۍ اوښتو په پېښه کې ۱۷ تنه مړه شوي دي.
رويټرز ليکلي، د پېښې قربانیانو کې يو قاچاقبر هم شامل دی.
همدې حال کې بيا د ترکيې ساحلي ساتونکو ويلي، دوه تنه له پېښې ژوندي ژغورل شوي چې يوه هغه يې افغان دی او له شپږ ساعته لامبو وهلو وروسته يې ځان چلبي ټاپو ته رسولی دی.
د رويټرز راپور کې راغلي، دغه کښتۍ له حرکت لس دقيقې وروسته د تخنيکي ستونزو له امله ډوبه شوه.
سرچينې ليکلي، د پاتې کسانو د موندلو عمليات جريان لري.
ورته مهال بيا د کډوالي نړيوال سازمان ويلي، د روان زېږديز کال له پيل راهيسې ۱۴۰۰ تنه کډوال د مدیترانې او اژه سمندرګي په لارو مړه شوي دي.
د يادونې ده چې دمګړۍ ترکيه کې له ۲.۵ ميليونو ډېر کډوال مېشت دي.




