کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ترکیې سفیر: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي پروژې پلې کړو

کابل کې د ترکیې سفیر د هرات ته په سفر کې د دغه ولایت له والي مولانا اسلام جار سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو یې ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، معدني او نورو برخو کې همکاري ته لېواله دی. هغه زیاته کړې، هڅه کوي، چې افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې ډېرې کړي. هممهاله ب…

2026-04-15 00:47 87۱ دقیقې لوستل
د ترکیې سفیر: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي پروژې پلې کړو

کابل کې د ترکیې سفیر د هرات ته په سفر کې د دغه ولایت له والي مولانا اسلام جار سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو یې ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، معدني او نورو برخو کې همکاري ته لېواله دی.

هغه زیاته کړې، هڅه کوي، چې افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې ډېرې کړي.

هممهاله بیا د هرات والي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د همکاریو په دوام ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، هرات د ښه جغرافیوي موقعت د لرلو ترڅنګ په زراعتي، اقتصادي، معدني او ترانزيټي برخه کې هم مهم رول لري.

دغه لیدنه کې د ترکیې سفیر د افغان سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزو د اسانتیا ډاډ ورکړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب