کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د جرمني مونیخ هوایي ډګر د ډېرو ډرون الوتکو تر لیدو وروسته تړل شوی

کابل (کوه نور، ۱۱ مېزان ۱۴۰۴): د جرمني د هوایي ډګر چارواکو ویلي، تېره شپه د مونیخ هوایې ډګر د ډرون الوتکو د لیدو له امله په لنډ مهالې توګه تړل شوی دی. دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پنجشنبې په شپه له ۱۰ بجو وروسته پخپل هوایې حریم کې د ډرون الوتکو د لیدلو له امله، ۱۷ الوتنې ځنډول شوې، چې نږدې ۳۰۰۰ مسافر یې اغېزمن کړي…

2025-10-02 21:13 165۲ دقیقې لوستل
د جرمني مونیخ هوایي ډګر د ډېرو ډرون الوتکو تر لیدو وروسته تړل شوی

کابل (کوه نور، ۱۱ مېزان ۱۴۰۴): د جرمني د هوایي ډګر چارواکو ویلي، تېره شپه د مونیخ هوایې ډګر د ډرون الوتکو د لیدو له امله په لنډ مهالې توګه تړل شوی دی.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پنجشنبې په شپه له ۱۰ بجو وروسته پخپل هوایې حریم کې د ډرون الوتکو د لیدلو له امله، ۱۷ الوتنې ځنډول شوې، چې نږدې ۳۰۰۰ مسافر یې اغېزمن کړي دي.  

چارواکو زیاته کړې، ۱۵ الوتنې، چې باید مونیخ ته رارسېدلې وای، نورو ښارونو، شتوتګارت، نورنبرګ، فرانکفورت، او د اتریش پلازمېنې ویانا ته اوښتې دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د جرمني په جنوبي سیمه باواریا کې موقعیت لرونکي مونیخ هوایې ډګر د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۲۰ میلیونه مسافرین انتقال کړي دي.  

دا هوایي ډګر اوس وروستی اروپايي هوایې ډګر دی، چې د ډرون الوتکو د لیدو له امله تړل شوی دی.  

د راپورونو په اساس، تېره اوونۍ هم ډنمارک کې د څو هوایې ډګرونو په شاوخوا کې د ډرون الوتکو د لیدو له امله لسګونه زره مسافرین اغېزمن شوي وو.  

وروسته، ډنمارک د اروپايې مشرانو د غونډې د چمتووالي په خاطر په خپل فضايې حریم کې ټولې ملکي ډرون الوتنې بندې کړې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب