کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د جمعیت علمای پاکستان یو ځايي مشر ووژل شو

د جمعیت علمای پاکستان مشر اود وفاق المدارس مدرسې رییس مولانا سلطان محمد وزیر چې د شنبې په ورځ د یو بمي برید له امله سخت ټپي شوی و، ساه ورکړه. دا پېښه د سویلي وزیرستان واڼه بازار ته څيرمه د یوې دیني مدرسې ترڅنګ شوې، چې پولیسو ویلي،بم له لرې کنټرولیده د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان دا پېښه سخته غندلې او…

2026-01-11 01:40 51۱ دقیقې لوستل
د جمعیت علمای پاکستان یو ځايي مشر ووژل شو

د جمعیت علمای پاکستان مشر اود وفاق المدارس مدرسې رییس مولانا سلطان محمد وزیر چې د شنبې په ورځ د یو بمي برید له امله سخت ټپي شوی و، ساه ورکړه.

دا پېښه د سویلي وزیرستان واڼه بازار ته څيرمه د یوې دیني مدرسې ترڅنګ شوې، چې پولیسو ویلي،بم له لرې کنټرولیده

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان دا پېښه سخته غندلې او ویلي یې دي چې دا د هغو اندېښمنو بریدونو دوام دی چې د دې ډلې پر عالمانو او مشرانو په جنوبي وزیرستان کې ترسره کېږي.

هغه له حکومته غوښتنه کړې چې د دیني عالمانو امنیت خوندي کړي او ددې پېښې عاملین دعدالت ته وسپاري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب