کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د جنوبي کوریا ولسمشر د دغه هېواد د فساد ضد ادارې لخوا نیول شوی

د راپورونو په اساس د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول له څو اوونیو سیاسي شخړو وروسته د یاد هېواد د فساد ضد ادارې لخوا نیول شوی دی. یون نن چهارشنبه سهار مهال نیول شوی دی. د جنوبي کوریا ولسمشر د لنډ مهالي نظامي قانون د اعلان په تړاو له پلټنو سره مخ دی چې په‌کې د مشرتابه د بغاوت تور هم شامل دی او ویل کېږي چې دغه ډول جر…

2025-01-14 18:15 304۱ دقیقې لوستل
د جنوبي کوریا ولسمشر د دغه هېواد د فساد ضد ادارې لخوا نیول شوی

د راپورونو په اساس د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول له څو اوونیو سیاسي شخړو وروسته د یاد هېواد د فساد ضد ادارې لخوا نیول شوی دی.

یون نن چهارشنبه سهار مهال نیول شوی دی.

د جنوبي کوریا ولسمشر د لنډ مهالي نظامي قانون د اعلان په تړاو له پلټنو سره مخ دی چې په‌کې د مشرتابه د بغاوت تور هم شامل دی او ویل کېږي چې دغه ډول جرمونه د عمري بند او یا د اعدام سزا لرلی شي.

سي ان ان پر اېکس پاڼه لیکلي چې یون سوک یول څو اوونۍ پخپل استوګنځي کې د ولسمشرۍ د امنیتي ډلې لخوا سخت محاصره شوی و چې تسليمۍ ته غاړه کېږدي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی په جنوبي کوریا کې پر یوه واکمن دا ډول اقدام ترسره کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب