کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د جنوبي کوریا ولسمشر لي او ټرمپ نن د کوریا ټاپووزمې پر سولې او سوداګرۍ خبرې کوي

کابل (کوه نور، ۷ عقرب ۱۴۰۴): ټاکل شوې، چې د جنوبي کوریا ولسمشر لي جې میونګ او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د دوه اړخیزو خبرو په ترڅ کې د سوداګرۍ، پانګونې او د کوریا ټاپووزمې پر سولې خبرې وکړي. د شمالي کوریا د ولسمشر دفتر ویلي، چې د جنوبي کوریا مشر هیله لري د ټرمپ دا دوه ورځنی سفر، چې د آسیا-پاسیفیک اقتصادي همکاریو…

2025-10-29 02:21 204۱ دقیقې لوستل
د جنوبي کوریا ولسمشر لي او ټرمپ نن د کوریا ټاپووزمې پر سولې او سوداګرۍ خبرې کوي

کابل (کوه نور، ۷ عقرب ۱۴۰۴): ټاکل شوې، چې د جنوبي کوریا ولسمشر لي جې میونګ او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د دوه اړخیزو خبرو په ترڅ کې د سوداګرۍ، پانګونې او د کوریا ټاپووزمې پر سولې خبرې وکړي.

د شمالي کوریا د ولسمشر دفتر ویلي، چې د جنوبي کوریا مشر هیله لري د ټرمپ دا دوه ورځنی سفر، چې د آسیا-پاسیفیک اقتصادي همکاریو (APEC) فورم کې ترسره کېږي، عملي همکاریو ته لاره هواره کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، جنوبی کوریا به نن ټرمپ او د APEC د غړو هیوادونو یو شمېر نورو مشرانو ته، چې ویتنام، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، کاناډا، تایلنډ او سینګاپور پکې شامل دي، د ماښامنۍ کوربه‌توب وکړي؛ ترترڅو په هندو-پاسیفیک سیمه کې د سیمه‌ییزو او اقتصادي همکاریو په اړه بحث وشي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب