پر غزې تړانګه د « اسرا، ئیلو » له بریدونو سره پر یو وخت؛ د امریکا د ملي دفاع وزیر لوېډ اسټین هم تل ابیب ته رسېدلی دی.
نوموړي هلته د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره هم کتلي دي.
که څه هم تر اوسه د دغې کتنې جزیات نه دي رسنیز شوي، خو تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت ویلي و، چې اسټین به د هغو وسلو ارزونه وکړي، چې « اسر،ائ.لي» ځواکونو له واشنګټن څخه ترلاسه کړي دي.
تر دې یوه ورځ وړاندې بیا د امریکا د بهرنیو چاور وزیر انتوني بلنکین هم دغه هېواد ته په خپل سفر کې ویلي و، چې واشنګټن به هیڅ وخت د تل ابیب له ملاتړ لاس وانه خلي.
« اسرا.ئیلو» ته د امریکا د دغو دوه لوړ پوړو چارواکو سفر په داسې حال کې کېږي، چې د « اسرا.ئلي» ځواکونو د بریدونو له کبله په غزه کې یو زر او ۹۰۰ کسان وژل شوي او ۷ زره او ۶۹۶ نور ټپیان دي.




