ڪابل (ڪوه نور، ۴ جدي ۱۴۰۴): د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان، د امریکا د جګړې وزارت وروستي راپورونه غندلي او ویلي یې دي، چې دا راپورونه د چین دفاعي ستراتیژي په قصدي ډول تحریفوي او هدف یې د چین او دریمو هېوادونو ترمنځ د نفاق رامنځته کول دي.
لین جیان د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، دا امریکایي راپور د چین د دفاع پالیسۍ تحریف دی، له نورو هېوادونو سره د اختلاف تخم شیندل دي او هدف یې دا دی چې امریکا خپل پوځي تسلط ته پلمه پیدا کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې واشنګټن د چین په دوه اړخیزو اړیکو کې لاسوهنه کوي او د چین د بهرنیو چارو وزارت دا کړنې په کلکه غندي.
هغه له امریکا غوښتي، چې له دروغجنو روایتونو خپرولو څخه لاس واخلي.
د هغه دا څرګندونې د پینټاګون له لوري د چین د وسلهوالو ځواکونو د پراختیا په اړه د یوه تازه راپور په ځواب کې شوې دي.




