کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د خیبر پښتونخوا مالي مسوولین: د افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو له امله ،عواید د پام وړ کم شوي

خبرياله: نازو عمري  د خیبر پښتونخوا مالي مسوولینو ویلي، له افغانستان سره د سوداګرۍ د درېدلو له امله د عواید دپام وړ راکم شوي او د خلکو د کارموندنې پر وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم فدرالي د سوداګرۍ وزیر جام کمال ته په یوه رسمي لیک کې یاد…

2026-01-31 05:10 128۱ دقیقې لوستل
د خیبر پښتونخوا مالي مسوولین: د افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو له امله ،عواید د پام وړ کم شوي

خبرياله: نازو عمري 

د خیبر پښتونخوا مالي مسوولینو ویلي، له افغانستان سره د سوداګرۍ د درېدلو له امله د عواید دپام وړ راکم شوي او د خلکو د کارموندنې پر وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم فدرالي د سوداګرۍ وزیر جام کمال ته په یوه رسمي لیک کې یادونه کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته د فرضیې کرښو دواړو غاړو ته سوداګریز فعالیتونه نږدې په ټپه ولاړ دي.

نوموړي د روان وضعیت د ارزونې لپاره د لوړې کچې غونډې د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

دا پداسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې په کراچۍ بندر کې دافغانستان د لس زره سوداګریزو کانتینرونو ته د اجازې غوښتنه کړې وه، چې نږدې سل ورځې کېږي هلته بند پاتې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب