کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴): د خېبر پښتونخوا د هنګو په توره وړۍ سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه نظامي کلا برید شوی چې له امله یې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د هنګو د پولیسو مشر خالد خان له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د پاکستاني پوځیانو له لوري په ځوابي برید کې هم څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی او نه هم ازادو سرچینو وسله والو ته د زیان اوښتلو په تړاو څه ویلي دي؛ خو د سیمې اوسېدونکو د مشال راډیو له خبریال سره په خبرو کې ویلي، چې په دې نښته کې یو عام وګړی هم وژل شوی دی.
د راپورونو په اساس، په توره وړۍ سیمه کې د ایف سي کلا د انګرېزانو له لوري جوړه شوې، چې له دې وړاندې هم ورباندې دوه ځله وسله وال بریدونه ترسره شوي وو.
باید وویل شي، چې پر یاده پوځي کلا یوه میاشت وړاندې هم وسله وال برید ترسره شوی و، چې پکې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.




