کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د روان شل اوريز جام پای لوبه له د هند او سويلي افريقا ترمنځ ترسره کيږي

ټاکل شوې د سږ کال (۲۰۲۴) نړۍوال جام پای لوبه سبا د هند او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ ترسره شي.   سويلي افريقا تېره ورځ افغانستان ته په ماتې ورکولو او هند بيا تېره شپه انګلينډ ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام پای لوبې ته لار ومونده.   د تېرې شپې لوبه کې هند انګلينډ ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه چې په ځوابي توپوهنه کې…

2024-06-28 00:23 193۱ دقیقې لوستل
د روان شل اوريز جام پای لوبه له د هند او سويلي افريقا ترمنځ ترسره کيږي

ټاکل شوې د سږ کال (۲۰۲۴) نړۍوال جام پای لوبه سبا د هند او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

 

سويلي افريقا تېره ورځ افغانستان ته په ماتې ورکولو او هند بيا تېره شپه انګلينډ ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام پای لوبې ته لار ومونده.

 

د تېرې شپې لوبه کې هند انګلينډ ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه چې په ځوابي توپوهنه کې انګلينډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۸ منډو په توپير هند ته بايلوده.

 

سږ کال شل اوريز جام کې شل لوبډلو برخه لرله چې له منځه يې افغانستان، هند، انګلينډ او سويلي افريقا تر نيمه پای لوبو ورسېدل.

 

دا لومړی ځل دی چې سويلي افريقا د کرکټ شل اوريز جام نيمه پای لوبې ته لار پيدا کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب