د روسیې او اوکراین استازو د جمعې په ورځ په ابوظبي کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه خبرې پیل کړي؛ خو د ځمکنۍ شخړې پر سر د ژور اختلاف له امله د کوم جوړجاړي نښې نه دي لیدل شوي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د روسیې پراخو هوايي بریدونو اوکراین د نږدې څلورو کلونو جګړې تر ټولو سختې انرژۍ کړکېچ ته رسولی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، اوکراین د امریکا له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی؛ ترڅو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې له بشپړ یرغل وروسته د سولې یوه هوکړه ومني.
راپور کې راغلي، روسیه ټینګار کوي، چې تر هغې به جګړه ونه دروي څو، چې اوکراین د خپلې ختیځې صنعتي سیمې «ډونباس» بشپړ کنټرول مسکو ته نه وي سپارلی.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، د ځمکې پر سر لانجه د درې اړخیزو خبرو اساسي موضوع ده، چې پکې د روسیې، اوکراین او امریکا استازي ګډون لري او ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
زېلېنسکي پخپل ټیلیګرام چینل کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، تر ټولو مهمه دا ده چې روسیه دې هغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي چې خپله یې پیل کړې ده.
هغه زیاته کړې، له مذاکره کوونکو سره په دوامداره تماس کې دی؛ خو تر اوسه د خبرو د پایلو په اړه د قضاوت کولو وخت نه دی رارسېدلی.
بل پلو د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا منشي او د پلاوي مشر، رستم عمروف، ویلي، په غونډه کې د جګړې د پای ته رسولو پر اصولو او د راتلونکو خبرو پر بهیر بحث شوی دی.
دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې زېلېنسکي د سویس په داووس کې د نړۍوال اقتصادي فورم پر مهال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.
زېلېنسکي ویلي، د اوکراین لپاره د امریکا د امنیتي تضمینونو تړون چمتو دی او یوازې د لاسلیک لپاره د وخت او ځای ټاکلو ته اړتیا ده.
په همدې حال کې، روسیې د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د کیف په ګډون په ګڼو ښارونو کې برېښنا او تودوخه پرې شوې ده.
د اوکراین د انرژۍ چارواکي وايي، د روسیې له دې بریدونو سره د هېواد برېښنايي شبکه له ۲۰۲۲ کال وروسته تر ټولو سخت حالت ته رسېدلې ده.
د اوکراین د تر ټولو ستر خصوصي برېښنايي شرکت مشر، ماکسیم تیمچینکو، خبرداری ورکړی چې وضعیت د «بشري ناورین» پولې ته نږدې شوی او پر انرژۍ تاسیساتو د بریدونو د بندېدو لپاره بیړني اوربند ته اړتیا ده.
بلخوا، روسیه وایي چې دیپلوماتیک حل غواړي؛ خو تر هغه وخته به پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي څو، چې غوښتنې یې د خبرو له لارې نه وي منل شوې.
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف ویلي، د دونباس بشپړه سپارنه د روسیې لپاره «یوه بنسټیزه غوښتنه» ده.
اوکراین بیا د خاورې له سپارلو انکار کړی او وایي، هغه سیمې به نه پرېږدي چې روسیه یې د څلورو کلونو جګړې سربېره هم نه ده نیولې.
د یادونې وړ ده، چې دا خبرې د جګړې له پیل وروسته لومړنۍ درې اړخیزې رسمي ناستې بلل کېږي، چې پکې د امریکا استازي د منځګړیتوب رول لري، خو شنونکي وایي چې د ژورو اختلافونو له امله د نږدې سولې امکان کم ښکاري.




