کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د روسيې او اوکراين مذاکرات له کومې پايلې پرته پای ته ورسېدل

 د روسيې او اوکراين د جګړې د حل په موخه ابوظبي کې پيل شوي مذاکرات چې امريکا يې هم برخه وه، پرته له کومې پايلې پاې ته رسېدلي دي. الجزيرې لیکلي، دغه مذاکرات چې د امريکا په منځګړيتوب پيل شوي وو، د اوکراین د دونباس او ختيځ اوکراین پر سر چې روسیه يې د ترلاسه کولو هوډ لري، د اوکراین د اختلاف له امله بې پايلې شوي دي. همد…

2026-01-24 09:44 124۱ دقیقې لوستل
د روسيې او اوکراين مذاکرات له کومې پايلې پرته پای ته ورسېدل

 د روسيې او اوکراين د جګړې د حل په موخه ابوظبي کې پيل شوي مذاکرات چې امريکا يې هم برخه وه، پرته له کومې پايلې پاې ته رسېدلي دي.

الجزيرې لیکلي، دغه مذاکرات چې د امريکا په منځګړيتوب پيل شوي وو، د اوکراین د دونباس او ختيځ اوکراین پر سر چې روسیه يې د ترلاسه کولو هوډ لري، د اوکراین د اختلاف له امله بې پايلې شوي دي.

همدې حال کې بیا روسيې پر اوکراین يو ځل بیا د ډرون او توغنديو بريدونو پيل کړي دي.

سرچینې ليکلي، دغه بريدونو د مذاکراتو پر جريان هم منفي اغيزې درلودې.

د يادونې ده، چې دغه خبرې به راتلونکو پړاوونو کې يو ځل بیا پيل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب