د روسي رسنيو د راپورونو له مخې، ولسمشر پوتين تېره ورځ د يو پلاوي سره د شمالي کوريا پلازمېنې پيونګ يانګ ته ورسېد.
کرملين ماڼۍ دغه دغه سفر دوستانه دولتي سفر بللی دی او دغه راز يې ويلي، پوتين او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون ترمنځ به ځيني امنتي تړونونه لاسليک شي او دغه راز به ګډ بيانونه هم خپاره کړي.
بلخوا بیا امريکا ويلي، د دواړو هېوادونو د اړيکو په پياوړتيا اندېښنه لري.
د بیا ځل له ولسمشر کېدو وروسته د پوتين دا دويم بهرنی سفر دی.
نوموړی له دې وړاندې چين ته هم تللی وو او هغه هېواد له ولسمشر سره يې ليدلي وو.




