روټیرز خبري اژانس راپور ورکړی، اوکرایني او امریکايي چارواکي نن په سعودي عربستان کې غونډه کوي چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.
د دغه اژانس د خبر لهمخې، د یادې غونډې یوه مهمه موخه دا ده چې د امریکا او اوکراین اړیکو ته اوښتي زیانونه له سره ورغول شي.
د راپورونو لهمخې په دغه غونډه کې به د امریکا استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازی سټیو وېتکوف وکړي.
دغه راز د اوکراین استازیتوب به په غونډه کې د ښاغلي زېلېنسکي د دفتر رییس اندري یرمک په غاړه ولري.
د ویلو چې د اوکرین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شپې ناوخته په یوې ویډیويي وینا کې ویلي چې هغه به د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړي؛ ترڅو د سولې په برخه کې خپلو چارو ته دوام ورکړي.




