کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د روسیې بم‌وشتوونکو الوتکو له چین سره سره یو ځای جاپان ته نږدې په ګډو هوایي ګزمو کې ګډون کړی

ڪابل (کوه نور، ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴): روسیې او چین جاپان کې د اوکیناوا او میاکو ټاپوګانو ته نږدې یو ګډ هوایي پرواز ترسره کړی؛ ترڅو خپله نظامي وړتیا ښکاره کړي. د جاپان د دفاع وزارت د سه‌شنبې په ماښام اعلان کړی، چې د روسیې دوه TU-95 ستراتیژیک بم‌ویشتونکې الوتکې او د چین دوه H-6 بم‌ویشتونکې الوتکې په یوه اوږدمهاله…

2025-12-09 21:36 241۱ دقیقې لوستل
د روسیې بم‌وشتوونکو الوتکو له چین سره سره یو ځای جاپان ته نږدې په ګډو هوایي ګزمو کې ګډون کړی

ڪابل (کوه نور، ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴): روسیې او چین جاپان کې د اوکیناوا او میاکو ټاپوګانو ته نږدې یو ګډ هوایي پرواز ترسره کړی؛ ترڅو خپله نظامي وړتیا ښکاره کړي.

د جاپان د دفاع وزارت د سه‌شنبې په ماښام اعلان کړی، چې د روسیې دوه TU-95 ستراتیژیک بم‌ویشتونکې الوتکې او د چین دوه H-6 بم‌ویشتونکې الوتکې په یوه اوږدمهاله ګډ ماموریت کې د ارام سمندر پر فضا الوتې دي.

د جاپان دفاع وزارت زیاته کړې، چې هم‌مهاله، د روسیې الوتنې په جاپان سمندر کې هم لیدل شوي، چې پکې یوه د خبرداري وړتیا لرونکې A-50 الوتکه او دوه Su-30 جنګي الوتکې شاملې وې.

په همدې حال کې د جاپان د دفاع وزیر، شینجیرو کویزومي ویلي، دا عملیات ښکاره د دې لپاره ترسره شوي چې د یاد هېواد د ځواک ښودنه وشي او دا زموږ د ملي امنیت لپاره یوه جدي اندېښنه ده.

بل پلو د جنوبي کوریا پوځ هم ویلي، چې اووه روسي او دوه چینایي الوتکې د دغه هېواد د هوایي دفاع سیمې ته ننوتې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب