خبريال: فرمان الله زبيرزی
دروسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د روسیې ځواکونو تازه عملیاتو کې د اوکراین سومي ولایت اړوند فیسوکویه او د دونېتسک کلي نیولي دي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه عملیاتو کې یې د اوکراین یو زرو او ۵۵۵ سرتېرې وژلي دي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي، د اوکراین د هوايي دفاع سیستمونو څلور د «هیمارس» توغندي او ۱۱۸ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ اوکراین دفاع وزارت ویلي و، چې د روسیې بیل بیک هوایي هډه مو په نښه کړې او ګڼه شمیر پوځي تهجزات مو ورته له منځه وړي دي.




