کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د روسیې دفاع وزیر: د جګړې بهیر ګړندی شوی او اوکراین ته مو درانه زیانونه اړولي

خبريال: فرمان الله زبيرزی  د روسیې د دفاع وزیر اندریه بېلوسوف ویلي، د نومبر له میاشتې راهیسې د روسیې وسله‌والو ځواکونو د زاپورېژیا او دنیپروپېتروفسک په سیمو کې ۲۴ ښارګوټي او شاوخوا ۴۰۰ مربع کیلومتره سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د کراسني لیمان قومندانۍ د روسیې وسله‌و…

2025-12-17 09:57 264۱ دقیقې لوستل
د روسیې دفاع وزیر: د جګړې بهیر ګړندی شوی او اوکراین ته مو درانه زیانونه اړولي

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

د روسیې د دفاع وزیر اندریه بېلوسوف ویلي، د نومبر له میاشتې راهیسې د روسیې وسله‌والو ځواکونو د زاپورېژیا او دنیپروپېتروفسک په سیمو کې ۲۴ ښارګوټي او شاوخوا ۴۰۰ مربع کیلومتره سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د کراسني لیمان قومندانۍ د روسیې وسله‌والو ځواکونو ته تسلیم شوې ده.

د بېلوسوف پر وینا د اوکرین سلوویانسک ښار د نېولو لپاره د محاصرې زمینه برابروي، چې دا ښار د اوکرایني ځواکونو یو مهم لوژستیکي مرکز دی.

سرچینې وړاندې لیکلي، د کوپیانسک نیول به د خارکیف په سیمه کې د «امنیتي زون» د پراخېدو لامل شي.

بېلوسوف زیاتوي، چې روانه جګړه کې د اوکرایني ځواکونو نږدې ۵۰۰ زره سرتېري وژل شوي او همدارنګه ۱۰۳ زره لویې وسلې یې له منځه وړې دي.

د سرچیني د معلوماتو پر اساس، د اوکراین د برېښنا د تولید وړتیا تر نیمایي زیاته کمه شوې ده؛ له ۷۰ سلنه ډېرې حرارتي برېښناکوټې او له ۳۷ سلنه ډېرې اوبو برېښناکوټې له فعالیته لوېدلې دي.

د یادونې وړ ده، چې اړومه ورځ هم د روسیې دفاع وزرات ویلي ۴۷۰ اوکرایني سرتېري یې وژلي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب