ڪابل (ڪوه نور، ۱۳ جدي ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لهخوا پر وینزویلا د بریدونو غبرګون کې ویلي، امریکا پر دغه هېواد وسلهوال یرغل کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه) په یوه اعلامیه کې د امریکا بریدونه غندلي او دا یې د ژورې اندېښنې وړ بللي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، هغه پلمې، چې د دې اقداماتو د توجیه لپاره وړاندې شوي؛ د منلو وړ نه دي.
روسیې ټینګار کړی، چې اوسنی وضعیت باید لا نوره ترینګلتیا پیدا نه کړي؛ بلکې باید هڅې د خبرو له لارې د حل پر لور متمرکزې شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د بریدونو له پیلېدو لږ وروسته نیول شوی دی.




