کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د روسیې په تازه بریدونو کې ١٧ اوکراینیان وژل شوي

خبرياله: نازو عمري  د اوکراین ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې ددغه هېواد د نیپروفسک او یو شمېر نور سیمو کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.   د چارواکو په وینا، د پاولوهراد په سیمه کې یوې بې‌پیلوټه الوتکې د مسافرو یو بس په نښه کړی، چې له امله یې ۱۵ تنه و…

2026-02-02 00:29 138۱ دقیقې لوستل
د روسیې په تازه بریدونو کې ١٧ اوکراینیان وژل شوي

خبرياله: نازو عمري 

د اوکراین ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې ددغه هېواد د نیپروفسک او یو شمېر نور سیمو کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.  

د چارواکو په وینا، د پاولوهراد په سیمه کې یوې بې‌پیلوټه الوتکې د مسافرو یو بس په نښه کړی، چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي دي همدارنګه، په دنیپرو ښار کې پر یوه استوګنیز کور د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي.

په ورته مهال، د زاپوروژیا ښار پر زېږنتون د روسیې په برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې تمه ده؛ د کییف او مسکو ترمنځ د سولې خبرې اترې د روانې اوونۍ په لړ کې بیا پیل شي. 

دیادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له روسیې غوښتي وو، چې دیخنۍ له امله دې پر اوکراین بریدونه ودروي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب