کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د روغتيا نړۍوال سازمان: په انسانانو کې د الوتونکو د انفولانزا ناروغي ډېره شوې

د روغتيا نړۍوال سازمان په انسانانو کې د الوتونکو د انفولانزا ناروغي د ډېرېدو خبر ورکوي.   د دغه سازمان کارپوه جرمي فرار ويلي، تراوسه هېڅ ډول د الوتونکو انفولانزا يا «H5N1» له يو انسان څخه بل انسان ته سرايت نه دی کړی.   فرار زياته کړې، دغه ناروغي په دوو کالونو کې له الوتونکو څخه د انسانانو ترمنځ خپ…

2024-04-19 23:07 123۱ دقیقې لوستل
د روغتيا نړۍوال سازمان: په انسانانو کې د الوتونکو د انفولانزا ناروغي ډېره شوې

د روغتيا نړۍوال سازمان په انسانانو کې د الوتونکو د انفولانزا ناروغي د ډېرېدو خبر ورکوي.

 

د دغه سازمان کارپوه جرمي فرار ويلي، تراوسه هېڅ ډول د الوتونکو انفولانزا يا «H5N1» له يو انسان څخه بل انسان ته سرايت نه دی کړی.

 

فرار زياته کړې، دغه ناروغي په دوو کالونو کې له الوتونکو څخه د انسانانو ترمنځ خپره شوه، چې له امله يې په لسګونه ميليونه الوتونکي مړه شول.

 

روغتيا پالان وايي، د الوتونکو انفولانزا له هغوی سره په مستقيم يا غير مستقيم اړيکه نيولو مقابل شخص ته سرايت کوي.

 

د ناروغو چرګانو ناسمه پخه شوې غوښه او له هغوی تماس هم په انسانانو کې د يادې ناروغۍ د سرايت لامل کیدلی شي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب