کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د رياض په کوربه توب د امريکا او روسيې مذاکرات پیل شوي

د روسيې بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دغه‌ هېواد بهرنیو چارو وزير سرګي لارووف د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی ترڅو له خپل امریکايي سیال سره مذاکرات وکړي. د راپورنو له مخې، دغه مذاکرات په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو په موخه ترسره کيږي. په همدې حال کې د امريکا بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم دغه مذاکراتو ته و…

2025-02-18 00:35 67۱ دقیقې لوستل
د رياض په کوربه توب د امريکا او روسيې مذاکرات پیل شوي

د روسيې بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دغه‌ هېواد بهرنیو چارو وزير سرګي لارووف د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی ترڅو له خپل امریکايي سیال سره مذاکرات وکړي.

د راپورنو له مخې، دغه مذاکرات په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو په موخه ترسره کيږي.

په همدې حال کې د امريکا بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم دغه مذاکراتو ته ورغلی دی.

دغه‌ مذاکرات داسې مهال کيږي چې د اوکراين ولسمشر زيلنسکي ويلي، هغه مذاکرات نه مني چې د اوکراین حضور کې نه وي او نوموړی په‌ همدې موخه متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د يادونې وړ ده چې اروپایي ټولنې هم پر دغو مذاکراتو غبرګون ښودلی او بېړنی غونډه يې کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب