کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سوریې سوېدا ښار کې د خپلمنځي شخړو له امله ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د سوریې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد سويل لور ته په سوېدا ښار کې د یو شمېر مذهبي ډلو ترمنځ پخپلمنځي شخړو کې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د سوریې د بشري حقونو څار ادارې هم دغه پېښه تاید کړې ده خو؛ په دغه جګړه کې د مړو شوو وګړو شمېر یې ډېر ښودلی دی. د دې ادارې د راپور له مخې په دغه خپلمنځي جګړه…

2025-07-14 01:54 58۱ دقیقې لوستل
د سوریې سوېدا ښار کې د خپلمنځي شخړو له امله ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د سوریې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد سويل لور ته په سوېدا ښار کې د یو شمېر مذهبي ډلو ترمنځ پخپلمنځي شخړو کې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې هم دغه پېښه تاید کړې ده خو؛ په دغه جګړه کې د مړو شوو وګړو شمېر یې ډېر ښودلی دی.

د دې ادارې د راپور له مخې په دغه خپلمنځي جګړه کې د روزي ډلې ۲۷ تنه چې دوه ماشومان هم پکې شامل وو وژل شوي او همدارنګه د بادیه نشین ډلې څخه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د سوریې دولتي اژانس " سانا" خبر ورکړی چې د سوېدا او درعا سرحدونو ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او په سوېدا کې د زده کوونکو امتحانونه لغوه شوي دي.

باید وویل شي چې له دې جګړې تقریباً درې میاشتې وړاندې د دمشق په جرمانه سیمه کې هم د روزي جنګیالیو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې له امله یې ګڼ شمېر تلفات اوښتي وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب