خبریال: فرمان الله زبیرزی
د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود ویلي، چې د اسرائیلو لهخوا د «سومالېلېنډ» په رسمیت پېژندل د نړیوالو قوانینو خلاف یو عمل دی او د هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بلل کېږي.
نوموړی زیاتوي، اسرائیل به هیڅکله بریالي نشي، چې مونږ سره جلا کړي.
شیخ محمود پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه ناقانونه عمل، چې د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سومالیا د شمالي سیمې د یوې برخې په رسمیت پېژندلو سره ترسره کړی، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.




