د سويس د پوځ مشر توماس سویسي ويلي، پوځ په بشپړه توګه د يوې لويې جګړې د دفاع توان نلري، نو اړتيا ده چې دغه هېواد پوځي بوديجه ډېره کړي.
رويټرز خبر ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې د روسيې له لوري د ډېروېدونکو ګواښونو له امله کړي دي.
سرچينې د سويسي له قوله ويلي، که څه هم هېواد يې د سايبري جګری توان لري، خو د پوځي جګړې د دفاع لپاره چمتو نه دی او لا ډېرو امکاناتو ته اړتيا لري.
وړاندې ليکل شوي، سويس نه لرې واټن ويشتونکي توغندي لري او نه هم د دې توان لري چې د خپل هېواد دفاع وکړي.
راپور کې راغلي، د ياد هېواد يوازې درېيمه برخه پوځ د جګړې لپاره چمتو دی، چې دا يوه لويه ننګونه ده.
د يادونې ده چې دغه هېواد د F_35A الوتکو د ترلاسه کولو پلان لري.




