کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سویډن د لومړي وزیر مرستیاله: زموږ هیواد به د ګرینلینډ وروسته د امریکا راتلونکی هدف وي

خبريال: فرمان الله زبيرزی   د سویډن د لومړي وزیر مرستیالې ایبا بوش خبر ورکړی، چې د امریکا د ګرینلینډ تر نېولو وروسته د خپلو معدني سرچینو لپاره د سویډن نیول بل هدف وي.    نوموړې زیاتوي، سویډن فلزات او نادره ځمکني عناصر د عصري ټکنالوژۍ مهمه برخه جوړوي او سویډن په خپله خاوره کې د ۱۷ نادره ځمکنۍ عناصرو…

2026-01-13 04:10 80۱ دقیقې لوستل
د سویډن د لومړي وزیر مرستیاله: زموږ هیواد به د ګرینلینډ وروسته د امریکا راتلونکی هدف وي

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

 د سویډن د لومړي وزیر مرستیالې ایبا بوش خبر ورکړی، چې د امریکا د ګرینلینډ تر نېولو وروسته د خپلو معدني سرچینو لپاره د سویډن نیول بل هدف وي.

   نوموړې زیاتوي، سویډن فلزات او نادره ځمکني عناصر د عصري ټکنالوژۍ مهمه برخه جوړوي او سویډن په خپله خاوره کې د ۱۷ نادره ځمکنۍ عناصرو څخه اووه لري.

د بوش پر وینا، امریکا ته به دسویډن د واک لاندې راوړل سخته وي او موږ خپله پوهیږو، چې دا سرچینې څنګه مدیریت کړو.

 د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د سویډن حکومت پلان لري چې د فلزاتو په صنعت کې «ډېر بنسټیزه» ستراتیژي وړاندې کړي، په دې تمرکز کوي، چې د عرضه امنیت او د سویډن خپلواکي پیاوړې کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب