کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سپاه د استخباراتو مشر د امريکا او اسرا... بريدونو کې وژل شوی

ايراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د سپاه ځواکونو د استخباراتو د ادارې مشر سید مجيد خادمي، نن د امريکا او اسرا... په بريدونو کې وژل شوی دی.تسنيم خبري اژانس ليکلي، هغه نږدې پنځوس کاله د ايران لپاره په امنيتي او په ځانګړې توګه د داخلي امنیت ضد برخو کې دندې ترسره کړې دي‌.ايراني رسنیو نه دي ويلي، چې خادمي چېرته په…

2026-04-06 05:13 198۱ دقیقې لوستل
د سپاه د استخباراتو مشر د امريکا او اسرا... بريدونو کې وژل شوی

ايراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د سپاه ځواکونو د استخباراتو د ادارې مشر سید مجيد خادمي، نن د امريکا او اسرا... په بريدونو کې وژل شوی دی.
تسنيم خبري اژانس ليکلي، هغه نږدې پنځوس کاله د ايران لپاره په امنيتي او په ځانګړې توګه د داخلي امنیت ضد برخو کې دندې ترسره کړې دي‌.
ايراني رسنیو نه دي ويلي، چې خادمي چېرته په نښه شوی؛ خو يوازې يې د هغه د وژل کېدو تاييد کړی دی.
 ايران کې پرلپسې ډول د امريکا او اسرا‌... بريدونو کې د دغه هېواد نظامي او ملکي مشران په نښه شوي دي.
همدې حال کې بیا ايران ويلي، چې له امريکا او اسرا... سره جګړې ته دوام ورکوي او د خپلو چارواکو غچ اخلي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه هېوادونو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري او تراوسه د دوا و لوريو ترمنځ د اوربند يا هم د کومې هوکړې څرک نه ليدل کيږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب