کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د شانګهای همکاریو سازمان غونډه روسیه کې ترسره کېږي

کابل (کوه نور، ۲۶ عقرب ۱۴۰۴): روسیې اعلان کړی، چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه به په مسکو کې جوړه شي. د روسیې ټاس خبري اژانس نن راپور ورکړی، چې د روسیې لومړی وزیر میخاییل میشوستین به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو د غونډې مشري په مسکو کې پر غاړه ولري. راپور کې راغلي، دا غونډه به تر سبا پورې دوام وک…

2025-11-17 03:42 147۱ دقیقې لوستل
د شانګهای همکاریو سازمان غونډه روسیه کې ترسره کېږي

کابل (کوه نور، ۲۶ عقرب ۱۴۰۴): روسیې اعلان کړی، چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه به په مسکو کې جوړه شي.

د روسیې ټاس خبري اژانس نن راپور ورکړی، چې د روسیې لومړی وزیر میخاییل میشوستین به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو د غونډې مشري په مسکو کې پر غاړه ولري.

راپور کې راغلي، دا غونډه به تر سبا پورې دوام وکړي او پکې به د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، فرهنګي او بشري همکاریو د پراخولو په اړه بحث وشي.

سربېره پر غړو هېوادونو، د شریکو خبرو، ناظر هېوادونو او یو شمېر نورو علاقمندانو هېوادونو لوړپوړي چارواکي هم دې غونډې ته بلل شوي دي.

سرچینې وړاندې لیکلي، همداراز، د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه به په نړۍوال اقتصادي وضعیت او د SCO چاپېریال په اړه په یوه اعلامیه کې د پرانیستي، عادلانه او مساوي څو اړخیز سوداګریز نظام څخه د خپل واحد دریځ ملاتړ اعلان کړي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې لا هم مالومه نه ده، چې د افغان حکومت مسوولان دې غونډې ته بلل شوي که نه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب