مسوولين وايي، په هېواد کې په بېلابېلو برخو پانګونې ته زمينه برابره شوې او ګڼ شمېر بهرنيو پانګوالو هم افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د کانونو او پټروليم وزارت مسوولين وايي، د دغه وزارت سرپرست له چينايي، روسي او افغان پانګوالو سره خبرې کړي.
يادو پانګوالو ويلي، غواړي د نفرايټ، لاجورد او مرمرو په برخه کې پانګونې وکړې.
هممهاله د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان کال له پيله يې تر دا وخته ۶۵ بهرنيو پانګوالو ته د کار جواز ورکړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کار د ورکړې د جواز خبره داسې مهال کوي چې تازه د قرغيزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزير کابل ته راغلی او چارواکو سره یې ليده کاته پيل کړي.
نوموړي د کانونو او پټروليم له سرپرست وزير سره په ليدنه کې ويلي، هېواد يې لېواله دی ترڅو په افغانستان کې د تالک، مرمرو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.




