کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د عمران خان زامن: درې اوونۍ کيږي چې خپل پلار مو نه‌دی ليدلی

د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان زامنو ويلي، پلار يې په زندان کې له ناسم روغتايي حالت سره مخ دی او د وروستي ځل لپاره ورسره د دوی خبرې درې اوونۍ وړاندې شوي دي. دوی ويلي، پاکستاني چارواکي غواړي له دوی کوم څه مهم پټ کړي. د هغه زوی قاسم خان ويلي، نه پوهيږي چې پلار يې اوس په کوم حالت کې دی، حتی له مرګ او ژوند يې نه&z…

2025-12-02 04:09 200۱ دقیقې لوستل
د عمران خان زامن: درې اوونۍ کيږي چې خپل پلار مو نه‌دی ليدلی

د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان زامنو ويلي، پلار يې په زندان کې له ناسم روغتايي حالت سره مخ دی او د وروستي ځل لپاره ورسره د دوی خبرې درې اوونۍ وړاندې شوي دي.

دوی ويلي، پاکستاني چارواکي غواړي له دوی کوم څه مهم پټ کړي.

د هغه زوی قاسم خان ويلي، نه پوهيږي چې پلار يې اوس په کوم حالت کې دی، حتی له مرګ او ژوند يې نه‌دي خبر.

عمران خان د ۲۰۲۳ زيږديز کال له اګست راهيسي بندي دی، چې تراوسه يې د خوشې کېدو کوم څرک نه‌دی لیدل شوی‌.

همدې حال کې بیا څو ورځې وړاندې د تحریک انصاف ګوند پلويانو د پاکستان حکومت تورن کړی وو چې عمران خان يې وژلی، خو پاکستان بیا دغه ادعاوې رد کړې.

د یادونې ده چې قاسم خان ويلي، پلار يې د پاکستان ترټولو ښه رهبر دی، نو له همدې امله د پاکستان حکومت وېره لري چې که عمران خان ازاد شي، نو دغه فعلي واکمنانو ته به ستونزې جوړې شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب