ڪابل (ڪوه نور، ۹ جدي ۱۴۰۴): د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان زامنو سلیمان خان او قاسم خان له سکای نیوز سره مرکه کې ویلي، پلار یې د پاکستان زندانونو کې د ژوند تر ټولې بدې شپې او ورځې تجربه کوي.
هغوی ویلي، اوسنی وخت د عمران خان لپاره تر ټولو بد تورتم دی، هغه بشپړ یواځې کړل شوی او پاکستانی حکومت ان د نوموړي ساتونکو ته هم اجازه نه ورکوي، چې ورسره خبرې وکړي.
د خان زامنو زیاته کړې، د هغوئ د پلار لپاره دا ټول کارونه رواني شکنجه ده او پر وینا یې، چې پلار یې یواځې شل دقیقې بهر ته د وتلو اجازه لري او نور په یوه تور تم کوټه کې ساتل کېږي.
د سلیمان خان او قاسم خان پر وینا، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان له خپلې کورنۍ سره هیڅ تماس نه لري، له شخصي ډاکترانو سره تماس نشته، کتابونه نشته او پر وینا یې، چې پاکستانی حکومت دا ډول تاکتیکونه د دې لپاره کاروي، چې هغه مات کړي؛ خو هغه ډېر سخت دی او هغه ته ماتې ور کول آسانه کار نه دی.
باید وویل شي، چې عمران خان د ملګرو ملتونو او ایمنسټي انټرنیشنل له مخې، ۸۷۸ ورځې کېږي چې په خودسره ډول بندي دی او د راپورونو پر اساس، دا بند یې د ملګرو ملتونو د نیلسن منډیلا اصول تر پښو لاندې کوي.




