کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د غزې جګړه؛ ریاض المالکي: حماس ته باید راتلونکي حکومت کې ځای ورنه‌کړل شي

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي وايي، هېواد یې غواړي چې له نړۍ سره بشپړ تعامل ولري. نوموړي په غزه کې روانې جګړې ته په اشارې ویلي، اړتیا ده چې نوي سیاسي اقدامات ترسره شي.د ریاض المالکي په خبره، په فلسطین کې یو داسې منځلاري حکومت جوړېدو ته اړتیا ده، چې حماس یې برخه نه وي. المالکي په جینوا کې خبریالانو ته ویلي، ا…

2024-02-28 21:39 41۲ دقیقې لوستل
د غزې جګړه؛ ریاض المالکي: حماس ته باید راتلونکي حکومت کې ځای ورنه‌کړل شي

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي وايي، هېواد یې غواړي چې له نړۍ سره بشپړ تعامل ولري.

نوموړي په غزه کې روانې جګړې ته په اشارې ویلي، اړتیا ده چې نوي سیاسي اقدامات ترسره شي.
د ریاض المالکي په خبره، په فلسطین کې یو داسې منځلاري حکومت جوړېدو ته اړتیا ده، چې حماس یې برخه نه وي.

المالکي په جینوا کې خبریالانو ته ویلي، اوس مهال د غزې د خلکو ژغورل تر ټولو لومړیتوب لري او په کار ده، چې ملګري ملتونه هم په دې برخه کې اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړې، که په ایئتلافي حکومت کې حماس ور شریک شي؛ نو ښايي بیا به له بندیزونو سره مخ شي. 

د یادونې ده، چې ریاض المالکي څه موده وړاندې د فلسطین مشر ته خپله استعفا هم ورسپارلې ده.

هغه ویلي، دا استعفا یې په غزه تړانګه له برید او هلته د خلکو له وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې اسراییلو او حماس ترمنځ د پیل شوې جګړې پنځه میاشتې پوره کېږي.
 
د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل را وروسته په غزه کې نږدې ۳۰ زره فلسطېنیان وژل شوي، زرګونه نور ژوبل او بې کوره شو دي.

هاخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن تمه ښودلې چې ښایي تر راتلونکې دوشنبې پورې په غزه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند وشي. 

هغه په قطر کې د جګړې ښکېلو لوریو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته هیله څرګنده کړې چې په دې اور بند کې به د یرغمل شویو کسانو ازادېدل هم شامل وي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب