کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د فرانسې الوتکې وړونکې بېړۍ د هرمز تنګي پر لور روانه شوې

د فرانسې الوتکې وړونکې بېړۍ (چارلز دوګول) او ورسره د جنګي کښتیو ډله دسویز کانال له لارې د هرمز تنګي پر لور روانه ده. کلش ریپورټ لیکلي، دغه ماموریت د فرانسې او بریتانیا له لوري په ګډه ترسره کیږي چې موخه یې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو خوندي لېږد دی. سرچینې لیکلي، فرانسې ټینګار کړی، چې دغه ماموریت دفاعي بڼه لري…

2026-05-07 00:43 86۱ دقیقې لوستل
د فرانسې الوتکې وړونکې بېړۍ د هرمز تنګي پر لور روانه شوې

د فرانسې الوتکې وړونکې بېړۍ (چارلز دوګول) او ورسره د جنګي کښتیو ډله دسویز کانال له لارې د هرمز تنګي پر لور روانه ده.

کلش ریپورټ لیکلي، دغه ماموریت د فرانسې او بریتانیا له لوري په ګډه ترسره کیږي چې موخه یې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو خوندي لېږد دی.

سرچینې لیکلي، فرانسې ټینګار کړی، چې دغه ماموریت دفاعي بڼه لري او موخه یې جګړه نه ده.

دغه اقدام داسې مهال کیږي، چې ټرمپ هم هرمز تنګي کې د ازادۍ د پروژې په نوم عملیات اعلان کړل؛ خو لږه موده وروسته یې د یادو عملیاتو د ځنډ اعلان وکړ.

د ټرمپ د عملیاتو موخه هم له هرمز تنګي د کښتیو خوندي لېږد یاد شوی وو.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي اجازه نه ورکوي چې د امریکا او اسرا... ملاتړ لرونکې کښتۍ له دغه تنګي تېرې شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب