کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د فرانسې ولسمشر له اسرایلو غوښتي چې د فلسطین له اشغالولو دي لاس واخلي

کابل (کوه نور، ۵ سنبله ۱۴۰۴):د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي، د غزې اشغال، جبري بې کوره کول، لوږه او د لوېدیځي غاړې ضمیمه کول به اسرایلو ته هیڅ ډول بریا ورنه کړای شي. ماکرون د اسرایلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتي، چې د غزې له بیا اشغال څخه ډډه وکړي او ویلي یې دي، چې د تل پاتې سولې د رامنځته کولو لپاره دي…

2025-08-26 23:43 105۲ دقیقې لوستل
د فرانسې ولسمشر له اسرایلو غوښتي چې د فلسطین له اشغالولو دي لاس واخلي

کابل (کوه نور، ۵ سنبله ۱۴۰۴):
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي، د غزې اشغال، جبري بې کوره کول، لوږه او د لوېدیځي غاړې ضمیمه کول به اسرایلو ته هیڅ ډول بریا ورنه کړای شي.

ماکرون د اسرایلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتي، چې د غزې له بیا اشغال څخه ډډه وکړي او ویلي یې دي، چې د تل پاتې سولې د رامنځته کولو لپاره دي د فلسطین دولت د جوړولو لپاره یوه تاریخي موقع وکاروي.

د امانویل دغه لیک، چې شپږ مخونه یې لرل د نتنیاهو د هغه تندي لهجې د لیک په ځواب کې استول شوی، چې د اګست پر ۲۶ نېټه خپور شوی و.

د اسرایلو لومړي وزیر په هغه لیک کي، چې د اګست  پر ۲۶ مه یې خپور کړی و د فرانسې حکومت د فلسطین دولت پر رسمیت پېژندنې له لارې د یهودو ضد کړنو ته لمن وهونکی یاد کړی و.

د فرانسې ولسمشر د لیک په استولو سره د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا تور د ټولې فرانسې لپاره توهین یاد کړی او رد کړی یې دی.

امانویل ماکرون همداراز د فرانسوي یهودانو د ساتنې برخه کې د خپل حکومت له اقداماتو دفاع کړې او ویلي یې دي، چې د اکټوبر پر اوومه د حماس له برید وروسته یې د کنېسو او نورو ټولنیزو مرکزونو د خوندي ساتلو لپاره ۱۵ زره پولیس ځواکونه راټول کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب