په نيويارک ښار کې پوليس کولمبيا پوهنتون ته ننوتي او په لسګونه فلسطيني ملاتړه زدهکړيالان يې بيولي دي.
دغو معترضو زده کړيالانو تېره شپه د ياد پوهنتون د «هملټون هال» دروازې ترمخه ميزونه کېښودل او لاس په لاس په زنځيري شکل يې د نورو زدهکړيالانو د راتلو مخه ونيوله.
په ټولنيزو رسنيو کې ويډيوګانې ښيي چې پوليس ودانۍ ته په ننوتلو د « مونږ د پاکولو په حال کې يو» غږونه کوي، خو فلسطيني ملاتړه بيا د فسطلين جګړې د ختمولو شعارونه ورکوي: «فسلطين ازاد کړئ!» او ځينې نور بيا وايي: « زدهکړيالان خوشې کړئ!»
د کولمبيا پوهنتون مشر خبرداری ورکړی، هغه زدهکړيالان چې په دغه مظاهره کې یې لاس درلود، له پوهنتون څخه به وايستل شي او له پوليسو یې غوښتي چې د «مې» تر ۱۷مې نېټې همدې پوهنتون کې پاتې شي؛ ترڅو د نورو احتمالي احتجاجونو مخه ونيسي.
امريکا پخوانی ولسمشر او ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند ونالډ ټرمپ د کولمبيا پوهنتون د تړلو په اړه فاکس نيوز ته ويلي: « نباید اعتراضکوونکو تر دې حده مخکې تللي وای، مخکې له دې چې پوهنتون ته داخل شي، بايد د پولیسو له لوري يې مخنيوی شوی وای.»
د پوليسو لوړ پوړی مسوول اريک ادامز ويلي، مظاهره کوونکو له پوهنتون سره هېڅ ډول اړيکه نه درلوده او د بهرني تخريبکوونکو نوم يې ورکړی دی.
خو فسلطيني شنونکی او د دغو مظاهرو رهبر محمود خليل وايي، مظاهره کوونکي ټول د کولمبيا پوهنتون د ټوليزو اړيکو پوهنځي زدهکړيالان دي.
دغه معترضان له دوو اونيو راهيسې د نيويارک په بيلابېلو تعليمي مرکزونو کې راټولېږي او د فلسطين لپاره غږ اوچتوي.
د يادونې ده چې د کولمبيا پوهنتون دغه اته پوړیزه ودانۍ د نيوکلاسيک په سبک جوړه شوې چې له ۱۹۶۰ کال راهیسې په ځلونو د اعتراضکوونکو لخوا تړل شوې ده.




