کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزير: افغانستان کې پانګونې ته لېواله يو

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د قرغیزستان د سوداګرۍ له وزير امان ګلديف دانيار او مل پلاوي سره ليدلي. نوموړي ويلي، له ګڼو بهرنيو او کورنيو شرکتونو سره يې قراردادونه لاسليک او کړي او په افغانستان کې د کانونو قانوني استخراج ته زمينه برابره شوې. ورته وخت کې د قرغیزستان د سوداګرۍ وزير په افغانستان کې د تالک، مرمر، رخام ا…

2024-01-25 20:50 65۱ دقیقې لوستل
د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزير: افغانستان کې پانګونې ته لېواله يو

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د قرغیزستان د سوداګرۍ له وزير امان ګلديف دانيار او مل پلاوي سره ليدلي.

نوموړي ويلي، له ګڼو بهرنيو او کورنيو شرکتونو سره يې قراردادونه لاسليک او کړي او په افغانستان کې د کانونو قانوني استخراج ته زمينه برابره شوې.

ورته وخت کې د قرغیزستان د سوداګرۍ وزير په افغانستان کې د تالک، مرمر، رخام او انتيمونی کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د ياد هېواد د سوداګرۍ وزير داسې مهال په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښايي چې تر ده وړاندې هم چينايي، ترکي او د ګڼو نورو هېوادونو پانګوالو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د سرپرست حکومت مسولينو ويلي، بهرنيو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې لپاره هر ډول اسانتياوې برابروو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب