کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د قطر لومړی وزیر:اسرایلو دوحه کې د حماس پر دفتر له برید سره ټولې پولې او حدود مات کړي

کابل (کوه نور، ۲۱ سنبله ۱۴۰۴): د قطر لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمان ثاني اسرایليان افراطیان بللي او ویلي یې دي، چې هغوی دوحه کې د حماس پر دفتر د برید کولو له امله ټولې پولې او حدود مات کړي دي. ثاني تېره شپه نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې زیاته کړې، چې اسرایل د قطر له ملي حاکمیت سرغړونه کوي او سیمه ییز…

2025-09-12 01:34 86۱ دقیقې لوستل
د قطر لومړی وزیر:اسرایلو دوحه کې د حماس پر دفتر له برید سره ټولې پولې او حدود مات کړي

کابل (کوه نور، ۲۱ سنبله ۱۴۰۴): د قطر لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمان ثاني اسرایليان افراطیان بللي او ویلي یې دي، چې هغوی دوحه کې د حماس پر دفتر د برید کولو له امله ټولې پولې او حدود مات کړي دي.

ثاني تېره شپه نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې زیاته کړې، چې اسرایل د قطر له ملي حاکمیت سرغړونه کوي او سیمه ییز ملي ثبات یې ګواښلی دی.

نوموړي ژمنه کړې، چې غزه کې د وینې توېیدنې د پای ته رسولو لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې دوامدارې وساتي.

بل پلو د قطر د لومړي وزیر د څرګندونو په ځواب کې د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییلو سفیر، ډیني ډانون، ویلي، چې قطر باید حماس وغندي او د هغې غړي عدالت ته راولي.

 ډیني ډانون ویلي، چې د اسرایلو جګړه له حماس سره ده؛ نه د غزې له خلکو یا د قطر له حکومت سره.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسرایل حق لري د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د بریدونو عاملین "هرچیرې چې وي" په نښه کړي.

باید وویل شي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د حماس جنګیالیو لخوا پر اسراییلو برید کې نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب