کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د قطر لومړی وزیر: د غزې اوربند لا هم بشپړ شوی نه دی

ڪابل (کوه نور، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ۲۰۲۵ کال دوحې فورم غونډه ڪې د وینا پر مهال ویلي، غزه کې لا هم جګړه او نسل وژنه پای ته نه رسېدلې. د هغه پر وینا، د اسراییلو له‌خوا پر غزه د نسل وژنې او جګړې په اړه خبرې اترې «حساس پړاو» ته رسېدلې دي. د نړۍوالو رسنیو د راپور…

2025-12-06 10:14 93۱ دقیقې لوستل
د قطر لومړی وزیر: د غزې اوربند لا هم بشپړ شوی نه دی

ڪابل (کوه نور، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ۲۰۲۵ کال دوحې فورم غونډه ڪې د وینا پر مهال ویلي، غزه کې لا هم جګړه او نسل وژنه پای ته نه رسېدلې.

د هغه پر وینا، د اسراییلو له‌خوا پر غزه د نسل وژنې او جګړې په اړه خبرې اترې «حساس پړاو» ته رسېدلې دي.

د نړۍوالو رسنیو د راپور پر اساس، د دوحې د کلني نړۍوال فورم ۲۳مه ناسته د قطر په پلازمېنه کې پیل شوې، چې پکې د نړۍ مشران، لوړپوړي دیپلوماتان او سوداګریز مشران ګډون لري.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې او ګانا ولسمشران، د قطر او لبنان لومړي وزیران او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د سږني فورم له ګڼ شمېر ویناوالو څخه دي.

باید وویل شي، چې د دوحې سږنی فورم د "عدالت په عمل کې له ژمنو تر پرمختګه" تر سرلیک لاندې ترسره کېږي او تمه ده، چې له ۱۵۰ ډېرو هېوادونو څخه شاوخوا ۶۰۰۰ کسان پکې ګډون وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب